له پاکستان څخه تېر کال ۷۶۵ زره مسلکی ځوانانو تېښته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان نفوسو ادارې ویلی، چې د دوی د رسمی اسنادو پر بنسټ تېر کال د ناسم اقتصادی وضعیت، ناامنۍ او په راتلونکی د بې باورۍ له امله ۷۶۵ زره مسلکی او په کار پوه ځوانان له پاکستان څخه وتلی.

په راپور کې راغلی، چې دا شمېر یوازې د مسلکی او کارپوه ځوانانو دی او له کورنیو، مشرانو او ښځو څخه جلا شمېرل شوی دی.

د اسنادو له مخې، له دې جملې ۴۲۴ زره تنه د پنجاب، ۲۰۶ زره د پښتونخوا او ۳۸ زره د نویو ضم شویو قبایلی سیمو ځوانان دی.

ډېری دغه ځوانان منځنی ختیځ، عربی هېوادونو او متحده عربی اماراتو ته د کار لپاره تللی دی.

پاکستان په دې وروستیو کې له بې سارې نا امنۍ او بد سیاسی او اقتصادی کړکېچ سره مخ دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.