کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت سرپرست او د یوناما رییسې په هېواد کې د خلکو د اقتصادی اړتیاوو په مطابقت د بشری مرستو د وېش پر اغېزناک او راڼه بهیر خبرې – اترې کړی.
د اقتصاد وزارت ویلی، د دغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف د کرنې او مالدارۍ او د روغتیایی خدمتونو پر پراختیا، د خوړو خوندیتوب، ټولنیز خوندیتوب، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو پر پیاوړتیا، له خصوصی سکټوره پر ملاتړ ټینکار کړی او تخنیکی زده کړې یې د خلکو د ژوند د ښه والی لپاره مهمې بللی.
دوی ټینګار کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې باید تر ډېره د پراختیایی پروژو پر تطبیق تمرکز وشی.
د مسوولینو په وینا د کتنې پرمهال افغانستان کې د یوناما د مرستیال انډربکا راټواټه په ګډون ځینو نورو چارواکو هم شتون درلود.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ