معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د لکونو ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې

هرات کې د لکونو ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امنیتي سرچینو ویلي، چې د کشفي راپورونو پر اساس یې هرات کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ۸ لکه ۵۰ زره امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې.

دغو سرچینو ویلي، په دې عملیاتو کې دوه کسان هم نیول شوي دي.

په خپره شوې یوه ویډیو کې نیول شوي کسان خپل جرم مني او زیاتوي، چې د بهرنیو اسعارو قاچاق کې یې لاس درلود.

د دغه ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبر په داسې مهال خپریږي، چې دې وروستیو کې یو وار بیا د افغانیو په مقابل کې ډالر پورته شوي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس