کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سویلي کوریا پلټونکو ویلي، چې د هغه هېواد استیضاح شوی ولسمشر یون سوک یول نیول شوی دی.
د سویلي کوریا ولسمشر د ډسمبر په درېیمه نېټه د پوځي حکومت د اعلانولو له امله د خلکو له بغاوت سره مخامخ شو.
دا د سویلي کوریا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو ولسمشر مخکې له دې چې د هغه کاري دوره بشپړه شي نیول کیږي.
یون سوک یول په یوه وینا کې د چهارشنبې په ورځ له هغې وړاندې چې د پولیسو زر کسیزه ځواک د هغه د نیولو لپاره د هغه استوګنځي ته ورشي وویل، چې هغه پلټونکې ډلې ته ځان تسلیم کړی دی.
یون ویلي دغه کار یې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کړی دی.
په تېرو اونیو کې د سویلي کوریا پلټونکې ډلې هڅه کوله، چې استیصاح شوی ولسمشر ونیسي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکي ځواک له خوا یې مخنیوی کېده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/