د قوش‌ تېپې کانال په اوږدو کې یو میلیون جریبه ځمکه ملی پراختیا شرکت ته ورکول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی پراختیا شرکت ویلی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې دې شرکت ته د قوش‌ تېپې کانال په اوږدو کې یو میلیون جریبه ځمکه ورکول کیږی.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې به پر دې ځمکو کرنیز او صنعتی کمپلکسونه جوړ شی، چې د سیمې د اقتصادی پرمختګ او خلکو د ژوند ښه والی لپاره به مهم ګام وی.

بلخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په دې سیمه کې د دولتی او شخصی ځمکو د تشخیص چارې پیل کړی.

د یادونې وړ ده، چې د قوش‌ تېپې کانال د هېواد یو له ستراتېژیکو پروژو څخه ګڼل کیږی، چې بشپړېدل به یې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.