ګهیځ: نن سې شنبه(د کب ۱۰مه او د مارچ لومړۍ نېټه ده) له مالیزیا څخه راغلی پلاوی وایی، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زده کړو او نورو بېلا بېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړی سلاکار داتو احمد اعزام، نن په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل، چې هېواد یې د زده کړو، روغتیا او بشری مرستو په برخه کې د دې هېواد لاسنیوی کوی.
نوموړی دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې په کار بوخت دی.
ښاغلی اعزام د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نوموړی دنده په افغانستان کې د بشری مرستو رسول او د دواړو حکومتو تر منځ د اړیکو غځول دی، په وینا یې د نوی حکومت په رسمیت پېژندو پرېکړه د دوی د بهرنیو چارو په وزارت پورې تړاو لری.
هغه په افغانستان کې د امنیت په اړه خوښی څرګنده کړه او ویې ویل چې دا مهال افغانان د امنیت له پلوه په ډاډمنه فضا کې ژوند کوی.
د مالیزا د بهرنیو چارو د وزیر سلا کار وویل، چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت له ټینګښت وروسته دوی چمتو دی چې د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې یې ملاتړ وکړی.
هغه یادونه وکړه چې، د ولسی وګړو له خوا یې د فبرورۍ په ۲۵مه په پنځه ټنه بار یوه الوتکه کابل ته راغلې وه او زیاتوی چې په نژدې راتلونکې کې به له افغانانو سره د دوی د مرستو یوه بله جوپه هم را ورسی.
گهیځ