کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ مشرې فیلپاکندلر سره کتلی.
اسلام اباد کې د افغاستان سفارت ویلی، دې کتنه کې افغان سفیر اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان وګړو د نیول کېدو او ځورونې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د POR ،ACC او شارپ ټوکن لرونکو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې باید یونیسیار لازم اقدامات وکړی. د سفارت په خبرپاڼه کې د شکیب له قوله ویل شوی، پاکستانی پولیس د افغان کډوالو د کورنو تلاشی پرمهال هغه افغان هم نیسی چې قانونی اسناد هم لری او په ځینو مواردو کې ورڅخه د رشوت او ډېرو پیسو غوښتنه کوی. په ورته مهال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ مشری فیلیا هم پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول او ځورولو په اړه اندېښنه ښودلې په خبره یې، په دې اړه ورته شکایتونه رسېدلی. نوموړې ډاډ ورکړی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند د پای موندلو لپاره یې د پاکستان حکومت سفیرانو، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو سره څوغونډې کړې دی او په راتلونکو ورځو کې به هم پاکستانی چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ