کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ویجاړو شویو پلونو د بیارغولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په خبره دغه پلونه د پشد او زیړی بابا سیمو کې دی، چې پخوا نړېدلی وو.
د سرچینې په خبره د پشد پل ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لری او د زېړی بابا پل بیا د ۲۳۰ مترو په اوږدوالی او ۵ مترو په سور سره رغول کیږی، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شی.
د کونړ ځایی چارواکو ویلی، د دغو پلونو په جوړېدو سره به د سیند دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د تګ – راتګ ستونزی هوارې شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ