کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلی، روان زېږدیز کال په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له جدی ګواښ سره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د خوړو د لاسرسی محدودیتونه او سړه هوا د دې ستونزې اساسی لاملونه دی.
د دوی په وینا د دې وضعیت له امله ګڼې کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دی.
د روغتیایی کارپوهانو په باور که د دې ستونزې د حل لپاره بېړنی اقدامات ترسره نه شی، د خوارځواکۍ دوام به د ماشومانو ودې او روغتیا لپاره جدی پایلې ولری.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، له اړوندو ادارو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هڅه کوی، څو په زیانمنو شویو سیمو کې اړینو مرستو ته لاسرسی زیات کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ