نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنو واورو او اورښتونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې ویلی، چې نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنو واورو، شدیدو بارانونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو احتمال شته.

د دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې یاد اټکل به په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډی، پکتیکا، غزنی، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او سالنګونو کې شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې له خلکو غوښتی، چې په یادو سیمو کې له غیر ضروری سفرونو ډډه وکړی او د خطرونو د مخنیوی لپاره خپل اړین احتیاطی تدابیر ونیسی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.