کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلی، دغه هېواد هڅه کوی چې د افغانستان له خلکو سره د بشری او پراختیایی همکاریو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړی.
رندهیر جېسوال په یوه خبری غونډه کې هندی چارواکو سره د افغان چارواکو کتنو په ځانګړې توګه متحده عربی اماراتو کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د هند بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، دا یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په لوړه کچه تعامل دی او زیاته کړې یې ده، چې موخه یې له افغانانو سره د اوږدمهاله اړیکو پیاوړتیا ده.
جېسوال د هند کرکټ په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو ته په اشارې زیاته کړې چې هند دغه راز د ورزش په برخه کې هم له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ