کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا او خېبر پښتونخوا ترمنځ پر ډیورنډ فرضی کرښه د انګورو اډې ترانزیتی لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوه.
دا لاره له نږدې ۱۶ میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې چې پر دې لاره د تېرېدونکو کسانو لپاره یې د پاسپورټ او ویزو لرل حتمی وګرځول، قومی مشرانو د اعتراض په توګه بنده کړې وه، خو له سیمې څخه سرچینې وایی، چې دا لاره له پرونۍ ورځې را په دې خوا یوازې د موټرو لپاره پرانیستل شوې ده.
د سیمې د احمدزیو – وزیرو قومی مشرانو او سوداګرو ویلی، د انګورو اډې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ، چې په دې سیمه کې تجارتی فعالیتونه بند شوی او ورسره د زرګونه خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت او پاکستانی چارواکو په دې اړه رسماً تر اوسه څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ