ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۱۰مه او د مارچ لومړۍ نېټه ده) د افغانستان نوی حکومت وایی، مسلکی کادرونه او ځوانان دې له خپل هېواد نه وځی.
د رییس الوزراء لومړی مرستیال مولوی عبدالغنی برادر نن د دوحې هوکړې د دویمې کلیزې په توړاو جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان دمګړی خپلواک دی او د هېڅ هېواد تر اغېز لاندې نه دی.
نوموړی وویل له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره د هرې مثبتې طرحې هرکلی کوی.
هغه په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د پوهنتونو او مسلکی زده کړو د مرکزونو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دی او د هېواد کادرونو ته نه ده په کار چې له خپل هېواد ووځی.
دده په وینا د دې هېواد جوړول د افغانانو ګډ مسوولیت دی او د افغانستان ا.ا ټولو رغنده نظرونو او طرحو ته ارزښت ورکوی. هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې زده کړو ته د دوام ورکړی ، ځانونه د ساینس، ټکنالوژۍ او نورو مسلکونو په برخه کې ورسوی.
گهیځ