شی جین پېنګ او ډونالډ ټرمپ ټیلیفونی خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د چین ولسمشر شی جین پېنګ د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفونې خبرې کړی.

شی جین پېنګ په دغه ټلیفونی خبرو کې هیله ښودلې، چې دواړه خواوې د نوی مبدا پر وړاندې د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړی.

نوموړی ویلی، چین او امریکا دواړه ستر هېوادونه دی او د خپلو هیلو د پوره کولو او د خلکو د لا ښه ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې دی.

شی جین پېنګ زیاته کړې، چین او امریکا باید یو د بل کلیدی ګټو او مهمو پاملرنو ته درناوی وکړی او د مسلو د حل لپاره دې مناسبې لارې چارې پیدا کړی.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی، امریکا او چین باید دایمی دوستی وساتی او د نړیوالې سولې د خوندیتوب لپاره په ګډه کار وکړی.

دواړو ولسمشرانو د اوکراین کړکېچ او د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د شخړو په شمول د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو چارو په اړه د نظریو تبادلې هم کړې دی.

د امریکایی رسنیو په وینا چینی مشر ښایی د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې هم ګډون وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.