د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو طرزالعمل توشیح شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت مشرتابه له لوری د بېرته راستنېدو پانګوالو، صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل توشیح شو.

د سرپرست حکومت اقتصادی معاونیت ویلی، دغه طرزالعمل په ۱ مقدمه، ۳ بابونو، ۴ فصلونو او ۲۰ مادو کې مظور شوی دی.

د دغه طرزالعمل موخه د راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازونو برابرول او د افغانستان صنعتی کېدو په موخه له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره همکاری ښودل دی.

د سرپرست حکومت مشرتابه له لوری بېرته راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره دغه طرزالعمل وروسته له هغې توشیح کیږی، چې تر دې وړاندې یې صنعتی پارکونو کې د صنعتکارانو لپاره ۱۶۰ زره ځمکه ځانګړې کړه او دا مهال یې د وېش چارې دوام لری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.