‏مجاهد وایی په غیر قانونی ډول بهر ته د تلو مخه نیسی

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۱۰مه او د مارچ لومړۍ نېټه ده) د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د خپلو تېرې ورځې د خبرو په تړاو ویلی، بهر ته د افغانانو د تللو په تړاو یې د خبرو موخه دا وه چې اسناد نه لرونکی، غیر اصولی او په قاچاقی ډول بهر ته د تګ مخنیوی کوی.
دی وایی هغه سفرونه چې هیوادوال له خطر سره مخ کوی منعه دی.
مجاهد ټینګار کوی هغه هیوادوال چې قانونی اسناد یا بلنلیکونه ورسره وی له هیواده د باندی سفرونه کولی شی او هم کولی شی په ډاډه زړه خپل هېواد ته راشی.
ذبیح الله مجاهد تېره ورځ (یکشنبه د کب ۹مه) کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړی بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړی، مخه به یې نیولې کېږی.
نوموړی یوه ورځ وروسته د خپلو خبرو په اړه وضاحت ورکړ او وایی چې په غیر قانونی لارو د تګ مخ نیسی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.