د وسایطو باقی شویو اسنادو ته معافیت ورکړل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترافیکو عمومی رییس حسیب‌الله مختار د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړی حکم پر بنسټ د وسایطو د اسنادو معافیت اعلان کړی.

د نوموړی په وینا، د دې حکم له مخې هغو موټرو ته چې د اسنادو پاتې شونې یې تر ۱۳۹۴ کاله پورې وی، ۹۰ سلنه معافیت ورکړل شوی.

همدارنګه هغه موټر چې د اسنادو پاتې شونې یې د ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۷ کاله پورې وی، ۸۰ سلنه معافیت او هغه چې د ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۱ کاله پورې پاتې وی، ۷۰ سلنه معافیت ورته ورکړل شوی دی.

مختار د دې معافیت موخه د افغانانو اقتصادی وضعیت ته پام او د نظم او قانونمندۍ تطبیق ګڼلی.

هغه ویلی، دغه اقدام د خلکو د همکارۍ جلب او د وسایطو د قانونی کولو لپاره یو مهم ګام دی.

د دې فرمان عملی کېدل تمه ده چې د هېواد په کچه د ترافیکی اسنادو ثبت او څارنې بهیر ته چټکتیا ورکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.