کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ مسوولین وایی، د نقشې او نړیوالو معیارونو مطابق، په نادر پښتون واټ کې د خېر خواه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د نادر پښتون واټ د سوداګرو ټولنې رییس مختار شریفی وایی، دغه ستر سوداګریز مارکېټ په ۹زره ۶۰۰متر مربع ځمکه کې د دوو تل خونو په ګډون د ۹پوړونو په درلودلو سره ډیزاین شوی، چې په نږدې راتلونکی کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
خېرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژه د خصوصی سکټور (د سوداګرو ملی ټولنې) په ملاتړ او د چارو ادارې تر مدیریت لاندې ترسره شوه، چې مالیې وزارت، ملی بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصی سکټور یې د مالکیت حق لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ