هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایاتو کې د واورې او باران د اورښت اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې په خپله تازه اعلامیه کې ویلی، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او واورو اورېدو احتمال شته.

د دغې وړاندوینې له مخې په غور، هلمند، کندهار، زابل، اورزګان، دایکندی، غزنی، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل او سالنګونو کې د بارانونو او واورو اټکل شوی دی.

د مسوولینو په وینا د باران اندازه به د ۱۵ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ او د واورې اندازه به د ۱۰ او ۴۰ سانتی مترو په شاوخوا کې وی.

اعلامیه زیاتوی چې په مرکزی سیمو او سالنګونو کې به قوی بادونه وچلیږی، چې ښایی د مسافرو لپاره ستونزې جوړې کړی.

افغانستان د اقلیمی بدلونونو په وړاندې د نړۍ د هغو لسو ډېرو زیان منونکو هېوادونو څخه شمېرل کیږی، چې هر کال د موسمی پېښو له امله درانه زیانونه ګالی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.