کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت تخنیکی مرستیال خبر ورکړی، چې د بدخشان د واخان دهلېز د سروې چارې بشپړې شوی او اوس د دې سترې پروژې پر ډیزاین کار دوام لری.
نوموړی په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلی، وزارت د دې پروژې د عملی کولو لپاره بشپړ چمتووالی لری او یوازې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوری د بودیجې د منظورۍ انتظار دی.
د ده په خبره د بودیجې تر تایید وروسته به د واخان دهلېز د جوړولو چارې په عمل کې پیل شی.
واخان دهلېز د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک اقتصادی او ترانزیتی پروژه بلل کیږی، چې له لارې به یې هېواد د چین او نورو سیمو سره ونښلول شی.
د چارواکو په وینا د دې پروژې عملی کېدل به په سیمه کې د اقتصادی ودې او د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره مهم تمام شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ