کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزې کې د اوربند له پلي کېدو سره هممهاله هغه لسګونه زره فلسطینیان خپلو کورونو ته ستانه شول، چې د تېرو ۱۵ میاشتو جګړو پر مهال بې ځایه شوي وو.
د راپورونو له مخې د غزې شاوخوا ټول ۲.۳ میلیونه وګړي په دې ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې له یوه ځل څخه ډېر جبري بې ځایه شوي دي.
فلسطینیانو د غزې سیمې ته له ستنېدو وروسته د خپلو کورنیو هغو غړو او خپلوانو هدیرې ته ولاړل، چې د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي وو.
د جګړې د قربانیانو کورنۍ د خپلې خاورې د بیارغونې او له نویو ستونزو سره د مبارزې لپاره له نړیوالو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/