کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلی، د غور – کابل لویه لار چې د ډېرې واورې اورښت له امله په بند بکک سیمه کې تړل شوې وه، بېرته د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د نوموړی په وینا، بامیانو ته مواصلاتی لارې، په ځانګړی ډول بند بکک، شاتو، آقرباط او قوناق لارې هم د واورې له پاکولو وروسته د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوې دی.
حق شناس زیاته کړې، چې د سړکونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره ترسره شوی او موټر چلوونکو ته یې هم سپارښتنه کړې، چې د واورو او یخنۍ له امله احتیاطی تدابیر خپل کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ