کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د اوږدو مذاکراتو په پایله کې امریکا کې بندی افغان وګړی خان محمد د امریکایی وګړو په تبادله کې آزاد او هېواد ته رالېږدول شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، خان محمد شاوخوا دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و، چې د امریکایی محاکمو له لوری ورته د عمری بند سزا اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې یې د بند موده تېروله.
د تکل په وینا، دا تبادله د افغان حکومت د ډیپلوماتیکو هڅو او اوږدو مذاکراتو پایله ده، چې د افغانانو د حقونو د ساتنې او عدالت لپاره ترسره شوې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ