کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د حکم پر اساس امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو د الوتنو پروسه لغوه شوې ده.
د راپور پر بنسټ په دې ډله کې هغه افغان کډوال شامل دی، چې د امریکایی پوځی همکارانو د کورنیو غړی او بې سرپرسته ماشومان دی، کوم چې په امریکا کې د خپلو کورنیو سره یوځای کېدو ته په تمه وو.
رویټرز زیاته کړې، د امریکا سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت، چې د کډوالو پروګرام څارنه کوی، د دې پرېکړې په اړه تر اوسه رسمی څرګندونې نه دی کړې.
د راپور له مخې، زرګونه افغان کډوال چې د امریکا د کډوالو پروګرام له لارې د منلو په حال کې دی، اوس مهال په افغانستان او درېیمو هېوادونو کې د تللو انتظار باسی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ