کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د یاد ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸ کیلومتر فرعی سړکونو د پخولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس اسدالله حامد ویلی، دشت ارچی ولسوالۍ کې د فرعی سړکونو د پخولو او هموار کولو چارې د اغا خان دفتر په مالی ملاتړ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوی، چې د یادې ولسوالۍ ۱۴۱ کلی ترپوښښ لاندې نیسی.
په ورته وخت کې د دشت ارچی ولسوال عصمت ا لله اسامه ویلی، دوی هڅه کوی چې د ټولګټو پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کارزمینه برابره او له خلکو غواړی چې د یادې پروژې په پلې کېدو کې همکاری وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ