کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې په تړاو د اوربند په موده کې د بشری مرستو بهیر په چټکۍ سره روان دی او تر دې دمه په سلګونو پر بشری مرستو بار موټر غزې ته ننوتلی دی.
د بشری مرستو دې بهیر ته د نړیوالو مرستندویه ادارو ځانګړې پاملرنه شوې، چې موخه یې د غزې د اوسېدونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرول دی.
بلخوا د حـ ـماس غورځنګ چارواکو ویلی، د اسراییلو او فلسطینی بندیانو د تبادلې دوهمه مرحله به ژر ترسره شی.
په دې مرحله کې ټاکل شوې چې د څلورو اسراییلی ښځو د آزادۍ په بدل کې ۱۲۰ فلسطینی بندیان ازاد کړل شی.
د روانو چارو د څارونکو په خبره د بشری مرستو دوام او د بندیانو تبادله د غزې اوسېدونکو لپاره د لنډمهالې ساه اخیستلو په معنا ده، خو د اوږدمهاله سولې لپاره لا هم ډېرو هڅو ته اړتیا لیدل کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ