کونړ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې په دغه ولایت کې ۲۲۲ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې “بیروج” د ۴۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بولۍ له لارې وپلورل شوې.

د خبر پر بنسټ د بولۍ په جوړو شویو مراسمو کې سوداګرو ویلی، له دغو پیسو لس سلنه ونډه د حکومت بودیجې ته جمع کیږی.

د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین بیا وایی، چې په دغه ولایت کې به د سوداګرو ستونزې حل او په مسلکی توګه به د کانونو کیندنه وکړی.

څو ورځې وړاندې هم د ۴۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یوه اندازه ګران بیه ډبرې دغه ولایت کې پلورل شوې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.