د افغانستان روغتیایی مخ په ځوړ سیستم؛ ملګری ملتونه وایی نړیوالې مرستې یې ژغورلی شی

ګهیخ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مشر محمد اګ ایویا وایی، ده په افغانستان کې روغتیایی مرکزونه او خدمات له نږدې لیدلی دی.
نوموړی خبر ورکوی چې لا هم نړیواله ټولنه د دې وخت لری چې دغه مهمه برخه له بشپړ پرځېدو وژغوری او د افغانانو روغتیایی برخې سره مرسته وکړی.
د محمد اګ ایویا په وینا، په ټول هېواد کې روغتیایی کارکوونکی په پوره اخلاص خلکو ته خدمتونه وړاندې کوی، خو تر څنګ یې له سخت وضعیت او ستونزو سره مخ دی.
هغه پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې له روغتیایی سیستم سره مرستې ډېرې کړی او د دوی په همکارۍ به دا مهم سکتور په پښو ودرېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.