صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو پر پراختیا او اقتصادی همکاریو د ډېرښت هڅې پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

ګهیځ نیوز ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتی دفتر څخه په استولې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د یاد وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزی کابل کې د دوو جلا ناستو پرمهال د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف او د یوناما له مشرې مېرمن روزا اوتونبایوا سره کتلی.

د خبرپاڼې له مخې لومړۍ ناسته کې سرپرست وزیر د یوناما له مشرې مېرمن روزا اوتونبایوا سره د افغانستان د صنعتی انکشاف، له خصوصی سکتور څخه د ملاتړ، د آنلاین سوداګرۍ مرکزونو د پرانیستنې، د صنعتی پارکونو د برېښنا ستونزو او د پانګونې د هڅولو په اړه خبرې کړی.

مېرمن اوتونبایوا د افغانستان د پانګونې د وروستی کنفرانس بریا وستایله او وړاندیز یې وکړ، چې دا ډول کنفرانسونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم ترسره شی.

بل لور دوهمه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړی.

په دې ناسته کې د سوداګریزو توکو د صادراتی لېست شریکولو، د تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو د جوړولو، د لاجوردو لارې د فعال ساتلو او په افغانستان کې د آذربایجانی پانګوالو د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی.

د خبرپاڼې له مخې دغه ناسته کې دواړو لوریو د اقتصادی همکارۍ د لا پراختیا لپاره د څلور کسیز ګډ ټیم پر جوړولو هوکړه کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.