کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د روسیې سفیر د کار او ټولنیزو چارو له وزیر، ملا عبدالمنان عمری سره د یوې کتنې پر مهال ویلی، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه شوی او دا کچه په لوړېدو ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمی وایی، دې کتنه کې ملا عبدالمنان عمری ویلی، چې افغان حکومت د متقابل احترام او ملی ګټو په پام کې نیولو سره د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی.
عمری زیاته کړې، دوی د متقابل تعامل له اصل سره سم توانېدلی، چې د سیاسی اړیکو د ټینګښت سربېره، په اقتصادی او سوداګریزو برخو کې هم پرمختګونه وکړی او ګڼو هېوادونو سره اړیکې ورغوی.
بل لور د روسیې سفیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا خوښی څرګنده کړې او د دې اړیکو لا زیاتېدو هیله یې ښودلې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ