اروپایی ټولنې افغان کډوالو لپاره د ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپایی ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او د هغې مل پلاوی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره کتلی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې په دې کتنه کې اروپایی ټولنې د افغان کډوالو لپاره د ۴۷ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.

د دوی په خبره د دې مرستې موخه د افغان کډوالو د ژوند ښه کول دی، چې د تعلیم، خوراکی توکو، پاکو اوبو او روغتیایی خدمتونو په برخو کې به ولګول شی.

مسوولین زیاتوی، یاده مرسته به د هغو کډوالو لپاره حیاتی وی، چې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.