کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلی، چې ښایی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی په نږدې راتلونکی کې کابل ته سفر وکړی.
سرچینې د دغه سفر د ځانګړو موخو په اړه جزییات نه دی ورکړی، خو داسې ګومان کیږی چې د دې سفر هدف به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی، اقتصادی او امنیتی اړیکو پراختیا وی.
ایران او افغانستان په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی او د عباس عراقچی راتلونکی سفر هم د همدې هڅو یوه برخه ګڼل کېدای شی.
تر اوسه افغان لوری د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ