کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ د کلفورنیا ایالت لاس انجلس شمال ځنګلونو کې شدیده اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
یاد آژانس وایی، دې اورلګېدنه کې تر دې دمه ۹ زره او ۴۰۰ جرېبه ځمکه سوځېدلې او ۳۱ زره کسانو ته د سیمې پرېښودو امر شوی.
د لاس انجلس چارواکی وایی، د تېزو بادونو له امله د اور لمبې غځیږی او ممکن لسګونه زره نورو کسانو ته هم له کورونو څخه د وتو امر وشی.
د لاس انجلس د اور وژنې مشر انتونی مارون رسنیو ته ویلی، چې دا اورلګېدنه له پخوانۍ اورلګېدنې څخه خطرناکه ده، نوموړی زیاتوی، هغه وضعیت چې موږ نن ورځ په کې یؤ، له هغه وضعیت څخه ډېر توپیر لری چې موږ ۱۶ ورځې وړاندې درلود.
رویټرز زیاته کړې، د دې تازه اور مهار لپاره تر ۴ زرو زیات اور وژونکی کسان لګیا دی، خو د اورلګېدنې مخه سلو کې صفر سلنه نیول شوې ده.
بلخوا د لاس انجلس پخوانی اور هم دوه ځایه لا بلېږی. چارواکی وایی، پخوانی اور یو ځای ۹۸ سلنه او بل ځای شاوخوا ۶۸ سلنه کابو شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې پخوانۍ اورلګېدنه کې ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۵۰ میلیارده ډالر زیان یې تر دې دمه اړولی دی، خو امریکا یې لا مهار کې ناکامه ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ