کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا ICC د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړو ۱۱ کسیز نوملړ نن د جنورۍ پر ۲۴مه خپور کړ، چې درې افغان لوبغاړی هم په کې ځای لری.
په دغه اعلان شوې لوبډله کې د افغانستان لخوا رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر شامل دی.
د یاد نوملړ په پاتې برخه کې څلور سریلانکایی، درې پاکستانی او یو د ویسټ انډیز لوبغاړی شامل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې غوره لاسته راوړنې درلودې، چې د افغان لوبغاړو وړتیا د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ