کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المان د کورنیو چارو وزارت ویلی، په پلان کې ده چې یوه بله ډله افغان کډوال افغانستان ته واستوی.
د یوې المانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې چارواکو له یوه سیمه ییز شریک سره ګډ کار پیل کړی، څو د دې افغانانو د وېستلو بهیر تنظیم کړی.
راپور زیاتوی، دغه پلان د المان د عمومی ټاکنو ترسره کېدو مخکې عملی کېدلای شی.
د رویټرز خبری آژانس د راپور په حواله د المان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند تایید کړې، چې د افغان کډوالو د وېستلو پر پلان کار روان دی، خو هغه ټینګار کړی، چې دا پرېکړه د جنوری د ۲۳مې ټاکنو سره هېڅ ډول تړاو نه لری.
د وزارت ویاند ویلی، یاد افغان کډوال به هغه وخت افغانستان ته واستول شی، چې ورته شرایط برابر شی.
د پلان د دقیقو نیټو او د اړوندو ترتیباتو په اړه نور جزییات نه دی ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ