کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایوی فرمان په لاسلیک کولو سره له اوکراین سره د امریکا مرستې رسماً ودرولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، د ۹۰ ورځو لپاره له ټولو بهرنیو سازمانونو، هېوادونو او ډلو سره د امریکا مرستې ځنډول شوې دی.
په دې فرمان کې یوازې مصر او اسراییل مستثنا شوی، خو له دې بندیزونو سره اوکراین سره د مرستو درېدلو ترڅنګ ویل کیږی، چې د افغانستان له اوسنی حکومت سره هم د میلیون ډالری نقدی مرستو کڅوړې درول شوې دی. هغه کڅوړې چې افغان حکومت یې د امریکا له لوری لېږل رد کړی دی.
ټاکل شوې چې درې میاشتې وروسته به امریکا بیا ارزونه وکړی او پرېکړه به وکړی، چې له کومو هېوادونو او ډلو سره مرستې وکړی او په کوم ډول یې ترسره کړی.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ د اوکراین لپاره خپل ځانګړی استازی ته ۱۰۰ ورځې وخت ورکړی، څو له روسیې سره د اوکراین مسلې د حل لپاره وړاندیزونه او حل لارې شریکې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ