کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ځمکنی ټرانسپورټ د تنظیم رییس، سید احمد ساجد ویلی، په شیخ ابونصر فراهی بندر کې د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لویو بار وړونکو موټرو لپاره د معیاری ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې.
نوموړی زیاتوی، چې یاد ترمینل د شپږو میاشتو په موده کې د سرپرست حکومت له بودیجې رغول کیږی او د ترانسپورټ په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې ورسره رامنځته شی.
د فراه اوسېدونکی د دې پروژې د پیل هرکلی کوی او وایی، چې دا به د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ