کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سره صلیب نړیوال فډراسیون د آسیایی برخې مشر الکسانډر متیو د افغانستان بشری وضعیت کړکېچن بللی.
نوموړی ویلی، چې په دغه هېواد کې ډېری سیمې لا هم په بېړنی حالت کې دی.
الکسانډر متیو افغانستان ته د خپل سفر په اړه په یوه ویډیویی پیغام کې څرګنده کړې، چې دغه هېواد له نړیوالې ټولنې جلاوالی نشی زغملی.
هغه د افغان ښځو او ماشومانو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلی یې دی، چې ډېری خلک د ژمی له یخنۍ سره د مبارزې لپاره دوا، خوراکی توکو او کمپلو ته اړتیا لری.
د نوموړی په وینا، بېړنۍ مرستې د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافی نه دی او د دې لپاره د نړیوالو مرستو او توجه زیاتېدل اړین دی.
هغه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغانانو ژوند ښه والی لپاره په اغېزمنه توګه لاس په کار شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ