د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین ګامونه اخلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلی، چې د بیو ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنه د دې بانک له اساسی موخو څخه ده او په دې برخه کې د تېر په څېر اړین اقدامات ترسره کوی.

په خبرپاڼه کې راغلی، چې په پولی بازارونو کې بدلونونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبیعی اقتصادی حالت دی.

دوی خلکو ته ډاډ ورکوی چې په دې اړه اندېښنه ونه کړی.

د افغانستان بانک دغه راز څرګنده کړې، چې په کافی اندازه مالی سرچینې په واک کې لری او د پولی بازارونو او مالی بنسټونو د اسعاری اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین ګامونه اخلی.

دغه بانک ټینګار کړی، چې د هېواد پولی او مالی بازارونه په دقیقه توګه څاری او د هر ډول ناوړه ګټه اخیستنې په وړاندې لازم اقدامات ترسره کوی.

دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې دې وروستیو کې یو وار بیا ډالر د افغانیو په مقابل کې مخ پورته روان دی، چې له امله یې نرخونه هم لوړ شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.