لبنانی چارواکو اسراییلو ته له خپلې خاورې د وتلو خبرداری ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان د پارلمان یو شمېر غړو اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې صهیونستی ځواکونه باید ژر تر ژره د لبنان خاوره پرېږدی.

د دوی په وینا، لبنان کې د اسراییلی پوځیانو شتون د اشغال په معنا دی او د دې حالت دوام به دوی ته نور د منلو نه وی.

په ورته وخت کې د لبنان پوځ اعلان کړی، چې اسراییلی ځواکونه به د ځایی وخت له مخې نن یکشنبه د “اللیطانی” سیند له جنوبی سیمو څخه په شا شی.

د لبنان پوځ زیاته کړې، چې د دغو سیمو امنیت به لبنانی ځواکونه په لاس کې واخلی او د هر ډول احتمالی خطر مخنیوی به وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.