کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی او ورسره مل پلاوی کابل ته له رسېدو سره سم د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی له تود هرکلی سره مخ شو.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په خپلې اېکس پاڼې لیکلی، د دواړو لوریو ترمنځ دوه اړخیزه ناسته پیل شوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی نن سهار د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغی.
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلی وو، چې عراقچی به د دې سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ګټو، دوه اړخیز تعامل او ګډو اندېښنو باندې له افغان چارواکو سره خبرې – اترې وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ