کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پوځ د لبنان سرحدی سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې تر بلې خبرتیا پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شی.
د حزبالله او اسراییلو ترمنځ د تېر کال جګړې اوربند نن پای ته رسېږی، خو اسراییل وایی د لبنان حکومت د تړون شرایط نه دی عملی کړی او ځواکونه به یې په جنوب کې پاتې شی.
لبنانی پوځ او حزبالله دا د اوربند سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د ځواکونو وتلو ځنډ د لبنان په حکومت پورې اړه لری.
بل لور د لبنان ولسمشر له فرانسې غوښتنه کړې، چې اسراییل دې تړون عملی کولو ته اړ کړی او سپینې ماڼۍ هم د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ