کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی او د ایران د خصوصی سکټور استازو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو، چابهار بندر څخه د اعظمی ګټې اخیستنې، د بې کېفیته سوداګریزو توکو ستونزې او د پولو پر کوچنیو بازارونو خبرې کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د ایران د خصوصی سکټور استازو په افغانستان کې د کانونو، کرنې او صنعت برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغه استازی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی په مشرۍ کابل ته تللی او د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ