کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلی، چې افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو له ډلې ۴۸ سلنه یې د فقر تر کرښې لاندې دی.
یادې ادارې دغه راز ویلی، چې ۱۲.۴ میلیونه نور بیا د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی.
اوچا وایی بودیجه یې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کمه شوې ده.
د دې ادارې په خبره ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لپاره د غوښتل شویو ۳.۰۶ میلیارد ډالرو له جملې یوازې ۲۵ سلنه یې ترلاسه شوې او د ژغورنې پروګرامونو د دوام لپاره بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لری.
بل لور تېره ورځ د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان هم خبر ورکړی و، چې ډېری وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ