خوست کې د یوې کورنۍ قتل عام پېښې په تور دوه کسان ونیول شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز خبر ورکړی، چې د علیشېرو ولسوالۍ بوږنوونکې پېښې په تړاو یې دوه تورن کسان نیولی دی.

نوموړی پر اېکس پاڼې لیکلی، د امنیتی ځواکونو له لوری سهار هغه دوه تنه نیول شوی، چې تر ډېره پرې د دغې پېښې د ترسره کېدو شک کیږی.

مستغفر ګربز همداراز زیاته کړې، چې له یادو کسانو څېړنې روانې دی او وروسته به عدلیی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه خوست علیشېرو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ لس کسان چې تر ډېره ښځې او ماشومان دی، وژلی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.