کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې تلوېزیون راپور ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته د سوریې انتقالی پړاو په ترڅ کې ابو محمد الجولانی (احمد الشرع) رسماً د نوی دولت مشر وټاکل شو.
دې مراسمو کې د تحریر الشام په ګډون د سوریې جهادی غورځنګونو مشرانو ګډون کړی و او په مهمو پرېکړو یې هوکړه وکړه.
په دې مراسمو کې د پخوانی رژیم ټولې سیاسی، نظامی او امنیتی ادارې لغوه اعلان شوې. همدا راز ویل شوی چې د نوی اساسی قانون جوړولو لپاره به ګامونه پورته شی.
د پوځی عملیاتو ویاند حسن عبدالغنی ویلی، د سوریې د آزادۍ تر بریا وروسته اوس د جوړولو او پرمختګ لپاره هوډ لری.
ابو محمد الجولانی د نوې پوځی ادارې د جوړښت په اړه د جهادی غورځنګونو له مشرانو سره خبرې کړی او اعلان یې کړی، چې ټول نظامی ځواکونه به د دفاع وزارت تر مدیریت لاندې یوځای شی.
د تېر کال وروستیو کې د تحریر الشام په مشرۍ د سوریې جهادی غورځنګونو د پراخو عملیاتو په پایله کې د سوریې لوی ښارونه او پلازمېنه تر خپل کنټرول لاندې راوستل او د بشار الاسد واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ