کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسوشیتید پریس خبری آژانس راپور ورکړی، چې حیاتی بشری مرستې د ټرمپ د مرستو د ځنډ له فرمانه مستثناء دی.
یاد آژانس هغه سند لیدلی، کوم چې د مارکو روبیو لخوا لاسلیک شوی دی.
په دې سند کې راغلی، حیاتی بشری مرستې لکه اړین درمل، روغتیایی خدمات، خواړه، سرپناه او نور معیشتی ملاتړ به لږ تر لږه موقتاً د امریکا د بندیزونو له پرېکړې مستثناء وی.
بل لور افغانستان کې د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال عبداللطیف نظری ویلی، د امریکا د مرستو بندېدو له امله د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو فعالیتونه درېدلی دی.
د دې موسسو ډېری فعالیتونه د کرنې، پوهنې، طبیعی پېښو پر وړاندې مبارزې او روغتیایی خدماتو په برخو کې وو.
په همدې حال کې اقتصاد وزارت د نړیوالو مرستو د بندیدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې دا کار د افغانستان د بشری پروژو پر فعالیتونو مستقیم اغېز لری.
د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډ د بشری بحرانونو د زیاتېدو احتمال لوړ کړی، خو د حیاتی مرستو استثناء کول یو موقتی حل ګڼل کیږی.
له دې سره د افغانستان حکومت او نړیوالې ادارې د بدیلونو په موندلو ټینګار کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ