کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی امنیتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت مقر ولسوالۍ کې د دوو جلا ټرافیکی پېښو له امله دوه تنو ژوند بایللی او اته تنه نور ژوبل دی.
د خبر پر بنسټ لومړۍ پېښه د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه موټر د چپه کېدو له امله شوې، چې په پایله کې یو تن ټپی شوی دی.
دوهمه پېښه بیا د مقر ولسوالۍ لړمی سیمې کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه مړه او ۶ نور ټپیان دی.
مسوولین وایی، د ټرافیکی پېښو مخنیوی لپاره د لویو لارو ترمیم او پراخوالی ته جدی اړتیا ده.
د دوی په وینا احتیاطی تدابیر او د موټر چلوونکو له لوری د ترافیکی اصولو رعایت کولی شی، د دغه ډول پېښو کچه راکمه کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ