حـ ـماس او اسراییل نن د بندیانو د تبادلې په څلورم پړاو ترسره کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربی رسنیو راپور ورکړی، چې د فلسطینی مقاومت ډلې حـ ـ ـماس له لوری به نن شنبه د یوه فرانسوی او یوه امریکایی وګړی په ګډون درې اسراییلی بندیان خوشې شی.

دا د بندیانو د تبادلې څلورم پړاو دی، چې د اسوشیټډ پرېس آژانس د راپور له مخې په دې لړ کې به اسراییل هم ۹۰ فلسطینی بندیان آزاد کړی.

تر دې مهاله حماس ۱۵ اسراییلی بندیان چې په کې ۵ تایلنډی وګړی هم شامل دی، خوشې کړی او په بدل کې اسراییل ۴۰۰ فلسطینیان له بنده آزاد کړی دی.

د بندیانو د تبادلې دا پروسه د اسراییل او حماس ترمنځ د موقتی اوربند برخه ده، چې د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچ د کمښت په موخه روانه ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.