کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د بګرام هوایی ډګر پر اهمیت ټینګار کړی او ادعا یې کړې، چې دا ستراتیژیکه اډه اوس د چین په اختیار کې ده.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ د نویو فرمانونو د لاسلیک پر مهال ویلی، بګرام د نړۍ له سترو نظامی اډو څخه ده. دا چې چین ته نږدې ده، د متحده ایالاتونو لپاره خورا مهم ارزښت لری.
د نوموړی په خبره که له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو پرمهال ولسمشر وای، هېڅکله به یې باګرام نه وای پرېښی.
نوموړی زیاته کړې، چې د افغانستان پرېښودو طریقه شرمونکې وه او د همدې بې نظمۍ له امله روسیې پر اوکراین برید وکړ.
ټرمپ وړاندې هم د بګرام هوایی اډې پرېښودل د امریکا د ستراتیژیک نفوذ لپاره لویه ضایعه بللې وه، خو تر اوسه د چین له لوری د دې اډې د نیولو په اړه رسمی څه نه دی ویل شوی.
افغان لوری هم تر دا مهاله د ټرمپ دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ